کابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۲۳:۳۵
کابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د کابل ولایت د شمال زون له کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ضیاء الحق طاهري په نوم د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، موخه یې د کابل ولایت شمال زون ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د کیک‌بکسنګ ملي فدراسیون د رهبري له لوري ۱۵ غوره ورزشکارانو ته د هڅونې په موخه کمربندونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS