هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۱:۵۹
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختریزې سیالۍ د بولان لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بولان لېسې او سپین زر اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې لوبه پرته له ګول وهلو مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې د بولان لېسې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه .

يادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په مناسبت پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS