کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پامير لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پامير لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مرکز آباد او پامير لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې پامير لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې اته ورځې یې دوام وکړ.
