بدخشان؛ جرم ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۹:۵۱
بدخشان؛ جرم ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جرم ولسوالۍ کې د څلورو بېلا بېلو ولسوالیو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د راغ ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، یفتل ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د جرم ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول، د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS