د آزادې داوطلبۍ بلنه
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس
موضوع: د آزادې داوطلبۍ بلنه
د دفتري لومړنيو موادو، پرنټرونو، رنګونو او قرطاسیه باب برابرول
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ( دفتري لومړنيو موادو، پرنټرونو، رنګونو او قرطاسیه باب برابرولو) د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې سکن شوې کاپي د بدني روزنې او ورزش ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش کې په وړیا توګه او د یاد ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه دې د تدارکاتو د قانون او په شرطنامه کې د لیکل شویو شرطونو مطابق په سر پټي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۳/۵/۱۴۰۳ نېټې (شنبې) ورځې پورې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ودانۍ درېیم منزل مالي او اداري ریاست دفتر ته وسپاري. انټرنېټي او ناوخته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
يادونه: د وړاندیز بانکي تضمین (۵۰،۰۰۰ پنځوس زره افغانۍ) دی او د وړاندیزونو د وړاندې کولو جلسه په ۱۴۳۰/۵/۱۳ نېټه د شنبې ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ دقیقو د مالي او اداري ریاست په دفتر کې ترسره کېږي.