زابل؛ په قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۷:۲۲
زابل؛ په قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې احمد ضياء لومړی، محمد صابر دويم او احمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۸:۱۴
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېرې خواشینۍ سره یادونه کوو، چې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد ملي فدراسیون رئیس وحید الله اصغري د ناڅرګندو کسانو له خوا په شه.اد.ت رسېدلی.

د ورزش ادارې رهبري د نوموړي په مړینه خپله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

BACK TO NEWS