غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ګیلان ولسوالۍ د خاتکو کلي په ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو په موخه د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د ګیلان ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د ګیلان ځواک لوبډلې خپلې سیالې خپلواک خاتم لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.
د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه، ستاینلیکونه ورکړل شوه.
