کابل ؛ چهار اسیاب ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۲۲:۰
کابل ؛ چهار اسیاب ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کابل د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د بګرامي فواد لوبډلې په بریا پیل شوې.

دغه سیالۍ، چې یوه میاشت به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې د بګرامي فواد لوبډلې خپلې سیالې د پلازمینې اتلانو لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه یووالي ته د ځوانانو هڅوول او له نشه یي توکو لرې‌والی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS