کابل کې د ۱۰۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۳:۹
کابل کې د ۱۰۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په جمنازیوم کې د هېواد د سوک وهنې ملي اتل مرحوم استاد عبدالغفور رغبت په یاد کې د ۱۰۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوه دېرشم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د نوي ځوانانو په عمري کټګورۍ او د ۴۶ څخه تر ۸۰ کیلوګرام وزن کې ترسره شوې، په پایله کې ۵۱ تنه غوره ورزشکاران وپېژندل شوه.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدارڼ، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

هېره دې نه وي دغو سیالیو دوې ورځې یې دوام وکړ او موخه یې د استاد عبدالغفور رغبت یاد را ژوندي کول و.

د سیالیو په پای کې د سوک وهنې ملي فدراسیون د رهبري له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS