زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٠٠ تنو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز قلات ښار کې د ١٠٠ تنو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو کې د شینکۍ ولسوالۍ او مرکز قلات ترنک سیمې پهلوانانو ګډون کړی و چې په پایله کې د ترنک سیمې د پهلوانانو په اتلولي پای ته ورسېدې.
د سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او نغدي ډالۍ او غوره ورزش پهلوانانو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
