دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۷:۵۳
دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یوه ورځ دوام وکړ، په پایله کې نبې باقر لومړی، مهدي حسني دویم او عاشور شریفي درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۶:۲۹
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۷
Background image

خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په پنزايي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د ډېنجر لوبډلې په اتلولۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۴
Background image

کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ملي سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ راتلونکو لوبو لپاره د لا ښه چمتو والي او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح. . .

BACK TO NEWS