کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۶:۳۱
کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د واکو کیک بوکسنګ، لوکیک کیک بوکسنګ او پروفشنل کیک بوکسنګ سبکونو کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

دغو سیالیو ته د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریال عطایي، کیک بوکسنګ ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

په دغو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ ورزشکارانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د لوی اختر په مناسبت د یادو سیالیو په ترسراوي خوشحالي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د هېواد ورزش اداره په همدې هڅه کې ده ترڅو د ورزشکارانو د ظرفیت د لوړولو او ودې په موخه دوی ته سیالۍ برابرې کړي.

نوموړي دغه راز وویل: زه شاهد یم، چې سږ کال په مرکز او ولایتونو کې د لوی اختر د لمانځلو په موخه د هېواد د ورزش ادارې له لورې په پراخ ډول او ګڼو سیمو کې دې ته ورته سیالۍ برابرې شوې وې او په خورا ښه ډول ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او د ورزشکارانو ظرفیت ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۷
Background image

خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په پنزايي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د ډېنجر لوبډلې په اتلولۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۴
Background image

کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ملي سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ راتلونکو لوبو لپاره د لا ښه چمتو والي او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۲
Background image

ننگرهار؛ ډاکټر حبيب الله احسان د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په توگه وټاکل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د غشي ويشتلو ملي فدراسيون په گډه همغږۍ د يو لړ ځانگړو مراسمو په ترڅ کې ډاکټر حبيب الله احسان د ياد ولايت د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په. . .

BACK TO NEWS