میدان وردګ ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ٥٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۲۱:۲۹
میدان وردګ ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ٥٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت د سید آباد ولسوالۍ د شیخ آباد چمن کې د ٥٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د شه.ید غلام نجیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شه.ید غلام نجیب او سید آباد قومانداني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د شه.ید غلام نجیب لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

يادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې لوبډلې ته د کپونو او ستاینلیکونو ترڅنګ ٣٠ زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته لس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې کاټلي مانده لوبډلې خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۲
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سور ډاګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS