د افغانستان د زورخانه یي پهلواني ورزش کارانو په نړۍوالو لوبو کې درېیم مقام خپل کړ

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۳۶
د افغانستان د زورخانه یي پهلواني ورزش کارانو په نړۍوالو لوبو کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان د زرو خانه يي پهلواني سياليو ورزش کارانو د يادې رشتې د سياليو په دوام کې چې له دوو ورځو راهیسې د ایران په اصفهان ښار کې د ٢١ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې، درېيم مقام خپل کړ.

په دغو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړو ګډون کړی و، چې له یوې اوونۍ تمریناتو وروسته يې د بېلابېلو هېوادونو له ورزش کارانو سره سیالي ترسره کړې او په پای کې یې پنځو تنو په ټیمي سبک او يو تن يې په انفرادي سبک کې درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې د ایران ورزش کارانو لومړی، آذربايجان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په چوپاش کلي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د کلدار ولسوالۍ په آريق آياق کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په ارنجي کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS