کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۴۴
کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په همغږي او د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د ياد ریاست په پنځه سوه کسیز ورزشي جمنازیوم کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

يادې سیالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې چې د تنکیو ځوانانو له کټګوري څخه شهیر، د نویو ځوانانو له کټګوري څخه احمد، د ځوانانو له کټګوري څخه حیدر او د لویانو له کټګوري څخه باسط د سرو زرو، یاسر، نعمت، اعجاز او سبحان الله د سپينو زرو او رحیم الله، سهراب، مصطفی او احمد سجاد په ترتیب سره د برنزو مډالونه وګټل.

د یادو سیالیو د نندارې لپاره د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سياليو د برابرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي بریال عطايي او د ورزش ګڼ مینوال راغلي وو.

دغه سيالۍ چې د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شوې، په پای کې یې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله سیالي له کویټ سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال ٢٠٢٦ اسیایي سیالیو ته د چمتو والي په موخه خپله لومړۍ دوستانه سیالي کویټ سره ٤-٤ مساوي کړه.

افغان ملي لوبډله به سبا( د نومبر ٢٢مه) هم خپله دویمه دوستانه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لس ورزشکارانو ترمنځ د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لس موټرسایکل ځغلوونکو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې علي رضأ لومړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۲
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې شینکۍ لوبډلې لومړی او. . .

BACK TO NEWS