غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لاغري ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۴
غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لاغري ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ په خوش ابدال ورزشي لوبغالي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لاغري ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه د لاغري ستورو لوبډلې خپلې سیالې ش.ه.ي.د رحماني لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.

د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولي جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS