غور؛ تولک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د واليبال ګروپي سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۱ - ۹:۱۵
غور؛ تولک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د واليبال ګروپي سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د نېکمرغه لوى اختر د نمانځلو په موخه د نهو لوبډلو ترمنځ د واليبال ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د فولاد لوبډلې خپلې سيالې سبز نويد لوبډلې ته د ٣/١ ميدانونو په توپير او په دويمه لوبه کې سادات لوبډلې خپلې سيالې کبوتر خان لوبډلې ته د ٣/٠ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.

هېره دې نه وي دغه سيالۍ به يوه هفته دوام وکړي او موخه يې واليبال ورزش ته وده ورکول او د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS