هلمند؛ شهيد اجمل لوبډلې د اختريز جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۱ - ۸:۵۵
هلمند؛ شهيد اجمل لوبډلې د اختريز جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت حوزه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د شهيد اجمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شهيد اجمل او عمرزو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې شهيد اجمل لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS