کونړ؛ بريکوټ اتلانو لوبډلې د ناړۍ ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۹:۳۰
کونړ؛ بريکوټ اتلانو لوبډلې د ناړۍ ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د ياد ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د بريکوټ اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بريکوټ اتلانو او ډانگپور پښتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ډانگپور پښتون لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف کېښود، بريکوټ اتلانو لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله سیالي له کویټ سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال ٢٠٢٦ اسیایي سیالیو ته د چمتو والي په موخه خپله لومړۍ دوستانه سیالي کویټ سره ٤-٤ مساوي کړه.

افغان ملي لوبډله به سبا( د نومبر ٢٢مه) هم خپله دویمه دوستانه. . .

BACK TO NEWS