فاریاب کې د کونګفو ورزشي نندارې ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۷:۵۳
فاریاب کې د کونګفو ورزشي نندارې ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د ښاروالۍ په پارک کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د یادې ورزشي برخې نندارې ترسره شوې.

په دغو نندارو کې د ورزش کارانو د هڅونې لپاره پر ورزشي مسؤولانو سربېره د کونګفو فدراسیون د استازولي غړو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه نمایشونه په هېواد کې د لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شول او په پای کې ورزش کارانو او روزونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS