کونړ؛ په اسعداباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۹:۱۳
کونړ؛ په اسعداباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د اسعداباد ښار په اسپل خصوصي ښوونځي کې د اتو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د زده کوونکو هڅولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عثمان شاکر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عثمان شاکر او واجد کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عثمان شاکر لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو شپږو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۵۱ منډو هدف کېښود، واجد کاروان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS