غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د علي سعید کاج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د علي سعید کاج لوبډلې خپلې سیالې سید احمد سرتاله ستاره ګان لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.