پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۱:۵۹
پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د سکای لين مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د يوسف خېلو ټايگرز لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د يوسف خېلو ټايگرز او زمريکوټ اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، يوسف ټايگرز لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو شپږو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۹۹ منډو هدف کېښود، زمريکوټ اتلانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او په دې توگه يوسف خېلو ټايگرز لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS