بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د موی تای سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو یو ورځ دوام وکړ او موخه یې د موی تای ورزش ته وده ورکول او له نشه یي توکو د خلکو لرېوالی و.
