کابل؛ د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ په کلاسیک سبک کې د پاورلفټنګ اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې
د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د پاورلفټنګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار له لسو کلبونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ په کلاسیک سبک د پاورلفټنګ اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.
دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د پاورلفټنګ ملي فدراسیون مسوولین، ورزشکاران او مینوال راغلي وو.
دغه پرانیستغونډه کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني خبرې وکړې او وویل: د خوښۍ ځای دی، چې موږ د خپلو اتلانو او خلکو سره یو ځای راټول شوي یوو لکه څنګه، چې له نوم څخه معلوميږي د پاورلفټنګ ورزش یوه سخته لوبه ده او د تاسې د خولو، چې هر څاڅکی تویږي موږ ورباندې ویاړو او له تاسو ټولو څخه د ښو لوبو تمه لرم.
ښاغلي رحماني په خپلو خبرو کې وویلې، چې د هېواد ورزش اداره تل هڅه کوي ترڅو د تاسو مشکلاتو ته په وخت رسیدګي وکړي.
د پاورلفټنګ فدراسیون مسوولینو په وینا یادې سیالۍ د نوي ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او تقاعد شوو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۵۳ څخه تر ۱۲۰ کیلو ګرام وزنونو کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي او درې ورځې به دوام وکړي.
