بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۵۷
بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري او د علي زي توریستي سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلویې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې د اتلانو لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۸/۶ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ملي سازمانونو پام راړول و.

د سیالیو په پای کې د بامیانو ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکاران ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS