بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۴۵
بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې حسین لومړی، رحیم دویم او محمد درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ملي او دودیزو لوبو بیا را ژوندي کول او وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د بامیانو ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته بوټان، برزو او بیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۷
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له اندونیزیا لوبډلې ماته ومنله

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له اندونیزیا لوبډلې څخه د ٤ - صفر ګولونو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د غېږنيونې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS