لوگر؛ څرخ ولسوالۍ لوبډلې د پسرلني جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۳۴
لوگر؛ څرخ ولسوالۍ لوبډلې د پسرلني جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د لوگر ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د واليبال سيالۍ د څرخ ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې څرخ ولسوالۍ لوبډلې سيالې پيروزي کلنگار لوبډلې ته ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې ورزش ته د ځوانانو هڅولو او يووالي په موخه ترسره شوې، شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې پای کې د النور توليدي او صنعتي شرکت له لوري اتلې لوبډلې ته ۱۵٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS