هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د آبادۍ په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۳۱
هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د آبادۍ په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د آبادۍ په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ د خوشحال لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې خوشحال لوبډلې سيالې ساحل لوبډلې ته ۴/۱۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

ننگرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د هېواد پاورلفټينگ او مردان آهنين ملي فدراسيون او د ننگرهار پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ په گډه همکارۍ د مرکز جلال آباد ښار په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

BACK TO NEWS