کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۰:۵۲
کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو زونونو او اتو لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کاګر د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو پایلوبه د کابل ولایت میهن ځوانانو او د فراه ولایت خواجه زاده برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د میهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې خواجه زاده لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغو سیالیو اته ورځې دوام وکړ، چې د پایلوبې دواړه لوبډلې د ۲۰۲۴ کال افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو ته لاره پیدا کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS