ننگرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۳:۱۱
ننگرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همغږۍ د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شامل لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شامل او شگې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شامل لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف کېښود، شگې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۴ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو اتلې لوبډلې ته به يو عراده سپورټي بايسکل د انعام په توگه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۵۸
Background image

رسنیز بلنیک!

رسنیز بلنیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

BACK TO NEWS