ننگرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د شينوارو سوپر ليگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۵:۲۹
ننگرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د شينوارو سوپر ليگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د نازیان ولسوالۍ په چوک لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د شينوارو سوپر ليگ T10 په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نازیان زلمو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د نازيان ځلمو او ژۍ سر منگل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ژۍ سر منگل لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې د ۹۳ منډو هدف کېښود، نازيان زلمو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه له اوسني نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ يووالی دی، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS