لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۹:۵۸
لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په الاجيگرو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ د شيخ محمد حسين لېسې الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شيخ محمد حسين لېسې الف لوبډلې سيالې شيخ محمد حسين لېسې ب لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۶
Background image

بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حاجي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۴
Background image

بلخ ؛ شولګرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بدرالدین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۲
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS