پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې ښار په څلي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د واليبال سيالۍ د خلیل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې خليل لوبډلې سيالې نوروز لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
