بادغیس؛ قلعه نو ښار کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې
د باغیس ولایت د بدني او ورزش امریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون په استازولۍ د قلعه نو ښار په ۷۰ کیلومتري واټن کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه ځوانان د بایسکل ځغلونې ورزش ته هڅوول او غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.