پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍکې د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلي په اتلولۍپاي ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او سروضې ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چي یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې د یاران لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې خپلې سیالې د غزني ولایت ابراهیمزیو لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
