کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جهان سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۴۷
کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جهان سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وې د جهان سپورټ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جهان سپورټ لوبډلې خپلې سیالې متحد نجراب لوبډلې ته د ۲/۱ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او له نشه یي توکو د ورزشکارانو لرې‌والی او یووالی رامنځته کول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS