ننګرهار؛ جلال اباد ښار کې د شپږو ولایتونو ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۳۸
ننګرهار؛ جلال اباد ښار کې د شپږو ولایتونو ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې په ورزشي جمنازم کې له شپږو ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د استاذ انور الرحمن سمسور په نوم د سوک وهنې دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د غه سیالۍ به د ننګرهار په کوربتوب د کابل، لغمان، پنجشېر، بغلان او کونړ ولایتونو د ۸۰ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په کټګورۍ کې ترسره شي.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه ورځ دوام وکړي او غوره لوبغاړو ته به مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS