جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۱۶
جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیمه ییزو او دودیزو لوبو مدیریت له لوري په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام کړه په پایله کې جوانان متحد لوبډلې د ۲/۱ امتیازونو په توپير سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS