کنړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۷۴ زده کوونکو ترمنځ د رسۍ کشولو او ځغاستې سیمه ییزې سيالۍ ترسره شوې
د کنړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد آپيدايه ښوونځي کې د یاد ښوونځي ۷۴ زده کوونکو ترمنځ د رسۍ کشولو او ځغاستې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د پشد آپيدايه ښوونځي ۷۴ زده کوونکو ګډون کړی وو، چې ۴۰ تنو زده کوونکو د رسۍ کشولو او ۳۴ تنو زده کوونکو د ځغاستې په برخه کې سیمه ییزې سیالۍ ترسره کړې.
یادې سیالۍ د زده کوونکو د کلنۍ ازموینو د پای ته رسېدو، زده کوونکو هڅوونې او د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د کنړ ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ او مډالونه او ورزش مسوولینو ته ستاینلیکونه ورکړل شوه.
