پکتيکا؛ سپين غر زلميانو لوبډلې د اتحاد جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۱:۲۲
پکتيکا؛ سپين غر زلميانو لوبډلې د اتحاد جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ښرنې ښار دايمني خېلو سيمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سپين غر زلميانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سپين غر زلميانو او شمشاد بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سپين غر زلميانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف کېښود، شمشاد بازانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۷۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغه سيالۍ چې د پکتيکا پوهنتون د محصلانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS