هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د هزار جفت مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د هزار جفت مرکزي او روحاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هزار جفت مرکزي لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه. روحاني لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۵۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۹ منډو په توپیر وبایلله.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د اتفاق او ورورولي په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.