پکتيکا؛ اورگون ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اورگون ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د دسيل احمد لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې دسيل احمد لوبډلې سيالې ستار غوچ لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي دي.