زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار په آزادي پارک کې د ۴۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د بازار او صحرا لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د صحرا لوبډلې اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او ملي او دودیزو لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې.
