کاپیسا، نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۳۳
کاپیسا، نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولي له لوري د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عیاران نجراب او جوانان مرکزی دره غوث لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې عیاران نجراب لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو موخه والیبال ته د ځوانانو هڅول او نشه يي توکو څخه د ځوانانو لیرې والی ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS