ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۹:۳۰
ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوه لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ منتخبه لوبډله د قرغیو ولسوالۍ لوبډلې له یو بل سره لوبې کوي چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې د خوږیاڼو ولسوالۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه. مقابله لوبډله د هدف په پوره کولو و نه توانېده او سیالۍ یې د ۲۴ منډو په توپیر وبایلله.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی ښودل شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۴۰
Background image

غزني کې د ۱۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ سيالۍ ترسره شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۱۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۳۹
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۳۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکرېشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

BACK TO NEWS