بادغیس؛ سنګ اتش ولسوالۍ کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګ اتش ولسوالۍ مرکز کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د تګ او راتګ په ډول د فوټبال سیالۍ د درخشان لوبډلې په بریا پیل شوې.
دغه سیالۍ چې درې اوونۍ به دوام وکړي په لومړۍ لوبه کې د درخشان لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.
