کابل کې د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د پنګ پانګ دیارلسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۶:۹
کابل کې د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د پنګ پانګ دیارلسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي او د سرې میاشتې د رهبري له لوري د سري میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت د ۱۸ لوبډلو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ سیالۍ چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې اته تنه ورزشکاران د یاد فدراسیون د انفرادي لوبډلې او اته تنه نور د جوړه يي لوبډلې لپاره وټاکل شول او احمد منیب د نویو ځوانانو په کټګوري کې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رئیس داد محمد پاینده اختري، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال، د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس نور رحمن تسکین، د افغاني سرې میاشتې ټولنې رهبري، د پنګ پانګ ملي فدراسیون رهبري، د یادو سیالیو ملاتړو او ورزش کارانو ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی رئیس مولوي احمد الله وثیق په دغو مراسمو کې د سره صلیب ټولنې او سرې میاشتې بنسټ او د یادو سیالیو له ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: د هېواد ورزش ادارې تل هڅه کړې، چې په هېواد کې د ورزش د ودې په برخه کې همکاري وکړي.

د پنګ پانګ ملي فدراسیون د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې نمانځل او انفرادي او جوړه يي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودلي دي.

همداراز په پای کې د لوبو د مسؤولانو له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه، ستاینلیکونه او نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS