زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ دلاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ دلاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د استاد احمد غلامي او استاد الحاج طلامحمد کلپونو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې یې د استاد احمد غلامي کلپ لومړی مقام ترلاسه کړ.
یادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
