کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ فوټبال سیالیو اووه دېرشمه او اته دېرشمه لوبه کې میوند اف سي بریا خپله کړه او د ابو مسلم فراه او عدالت فراه لوبه مساوي شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۳۲
کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ فوټبال سیالیو اووه دېرشمه او اته دېرشمه لوبه کې میوند اف سي بریا خپله کړه او د ابو مسلم فراه او عدالت فراه لوبه مساوي شوه

د افغانستان اتلانو لیګ په دوام کې اووه دېرشمه لوبه د ابو مسلم فراه او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ او اته دېرشمه لوبه یې د میوند اف سي او جوانان واحدي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د دغو سیالیو اووه دېرشمه لوبه د عدالت فراه او ابو مسلم فراه لوبډلو ترمنځ صفر- صفر مساوي شوه او اته دېرشمه لوبه کې میوند اف سي لوبډلې د ۲/۰ ګولونو په توپیر جوانان واحدي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ شل ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي د فوټبال فدراسیون له لوري د کابل او ولایتونو ۱۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوي دي چې دوې اوونۍ نور به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS